وسلهوالو په پېښور کې د طالبانو يو غټ قوماندان وژلی
نن تر ماښام مخکې د پېښور په حاجي کمپ سيمه کې توپکوالو وسلهوالو د طالب جګړهمارو يو خونړی قوماندان وژلی دی.
د طالبانو دغه جنګي ملا نېک محمد رهبر نومېده او په ننګرهار کې د نظام پر ضد جنګېده.
سرخط ورځپاڼې ته سرچينو ويلي دي چې نېک محمد د خوګياڼو و او په ننګرهار کې يې پرېمانه خونونه په غاړه ول.
د سرچينو په خبره، ملا تازه جګړهمار را غونډ کړي او ننګرهار ته راته چې چا وار ورباندې ړومبی کړ.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
0 نظرونه