د افغانستان د هنډبال د ملي ټيم کپټانه وژل شوې
د سرپل امنيتي چارواکي وايي، د هېواد د هنډبال د ملي ټيم کپټانه نوريه تابش د دغه ولايت په مرکز کې په خپل کور کې وژل شوې ده.
د سرپل د امنيه قومانداني وياند نور اغا فيضي وايي، نوريه تابش د هغې مخکېني مېړه وژلې ده.
دی وايي، دوی ته رسېدلي مالومات ښيي چې د نوريې مخکېنی مېړه د شپې د هغې کور ته ورغلی، ډزې يې کړې، نوريه او د هغې ورېندار يې وژلې او ورور او مور يې ژوبل دي.
فيضي وايي، خونکار تښتېدلی، خو پوليس اوس هم پسې ګرځي چې و يې نيسي.
0 نظرونه