سږ کال شپاړس ميليونه ډوزه د کرونا واکسين افغانستان ته راځي
د افغانستان د عامې روغتيا سپرست وزير ډاکټر وحيد مجروح وايي، سږ کال به د کرونا ضد شپاړس ميليونه ډوزه واکسين افغانستان ته راشي.
ده دغه څرګندونې نن د خوندي نړۍ په نامه، په يوه نړيوال کنفرانس کې وکړې.
مجروح په دغه کنفرانس کې وويل؛ په افغانستان کې د کرونا ضد واکسين لګولو پروسه دقيقه پر مخ ځي او که همداسې روانه وي، افغانستان به له کرونا يو پاک هېواد شي.
د ده په خبره، يوازې په تېره يوه مياشت کې د عامې روغتيا وزارت يو سل او اويا زره تنو ته د کرونا ضد واکسين ورکړی دی.
په کنفرانس کې د واکسين د نړيوالې اتحاديې مشر سيټ برکلي بيا وويل، اتحاديې يې په تېرو څلورو مياشتو کې څلوېښت ميليونه ډوزه د کرونا ضد واکسين جوړ کړی او د نړۍ پر يو سل او يوولسو هېوادونو يې وېشلی دی.
له دغه اندازه واکسين څخه افغانستان ته څلور سوه او اته شپېته زره واکسينان رسېدلي دي.
0 نظرونه