حیات د کابل پولیسو ته په ترهګرو او مجرمینو د ډزو امر کړی
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د کابل پولیسو ته په مجرمینو او ترهګرو د ډزو امر کړی دی.
حیات د ارغندې دروازې، پغمان ولسوالي او د ښار له یو شمېر امنیتي مرکزونو د کتنې پر مهال پولیسو ته سپارښتنه کړې، چې په ترهګرو او مجرمینو هیڅ راز رحم ونه کړي.
نوموړي پخپله فیسبوک پاڼه پولیسو ته په خطاب کې لیکلي: (( په ترهګرو او مجرمینو هیڅ راز رحم ونه کړئ او سخت یې وځپئ.))
هغه پولیسو ته لارښوونه کړې، چې که د ترهګرو او جنایتکارانو ډلو له لوري خلکو او یا هم پولیسو ته ګواښ متوجه وي، نو ډزې دې پرې وکړي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر پولیسو ته د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی او ورته ویلي یې دي، چې په ټولو قانوني چارو کې یې د سرتېري په څېر تر څنګ ولاړ دی.
د کورنیو چارو سرپرست داسې مهال پولیسو ته پر ترهګرو او مجرمینو د ډزو امر کوي، چې اوس هم په کابل ښار کې د وسلهوالو غلاوو او جنايي پېښو په اړه شکایتونه موجود دي.
حیات الله حیات څه باندې څلور اوونۍ وړاندې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه یې دنده پیل کړې، چې تر ډېره پورې خلک ورته هیلهمند دي او تمه لري چې د عمومي امن او نظم په تامین کې به مثبت بدلون راولي.
راپور: زین الله احمدي
0 نظرونه