د افغانستان وروستی يهود افغان هم وطن تر شا پرېږدي
۱۳ حمل ۱۴۰۰ 218463 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د افغانستان وروستی يهود افغان هم وطن تر شا پرېږدي

 

د افغانستان وروستی يهود افغان وايي، د طالبانو له راتلو يې هډونه رېږدي او پرېکړه يې کړې ده چې نور دا وطن پرېږدي.

دغه افغان زابلون سیمینتوف نومېږي او وايي، له کومې ورځې چې يې اورېدلي چې طالبان بيا راځي، مخکېنۍ بدې ورځې يې سترګو ته درېږي او اوس يې تابيا کړې ده چې وطن خوشې کړي.

دی وايي، شل کاله وړاندې يې کورنۍ ورباندې د ظلمونو له امله اسراييلو ته ولېږله، خو خپله يې له وطنه زړه نه ته، اما اوس يې له مجبوري پرېږدي.

زابلون سیمینتوف وايي، د سپټمبر تر لومړۍ نېټې به همدلته وي، خپل جشن به تېروي او تر هغه وروسته به مخه نيسي.

د ده په خبره، باوري دی چې که طالبان راغلل، په وهلو به يې له خپله وطنه وشړي، نو دا چې هغوی يې شړي، ښه ده چې خپله ولاړ شي.

په دې وروستيو کې د سيک افغانانو لسګونو کورنيو هم د مسلمانانو له خوا ورباندې د کېدونکيو ظلمونو او نارواوو له امله وطن تر شا پرېښود.

له وطنه تلليو سيکانو ويلي و چې له ځورولو، وهلو او د ځمکو له چور کولو وروسته يې، پر عبادت ځايونو بريدونه کېدل، نو له همدې امله يې وطن پرېښود.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې