سويډن کمېټه ښکلا ځدراڼ ته بله دنده ورکوي
د افغانستان لپاره د سويډن کمېټه وايي، ښکلا ځدراڼ د افغان ځوانانو او ښځو اوچت غږ دی او ژر به په کمېټه کې يوه نوې دنده ور وسپارل شي.
د سويډن کمېټې وروسته له هغه د ښکلا ځدراڼ دنده لغوه کړه چې د ميدان وردګو په بهسودو کې يې د عليپور په نامه د يوه بېبندوباره وسلهوال په اړه څرګندونې وکړې.
ښکلا ځدراڼ عليپور ټروريسټ او باغی بللی و او د هغه او د هغه تر لاس لاندې اورپکو د وژلو خبره يې کړې وه.
د ښکلا تر دغو څرګندونو وروسته ځينو هزاره افغانانو د سويډن کمېټې ته ګرېوان څېرلی و او هغوی يې هم په فرمايش ښکلا له دندې لېرې کړه، خو اوس پر خپله پرېکړه بېرته پښېمانه دي.
دوی د ښکلا ځدراڼ په پلوي پر ټولنيزو رسنيو تر سختو غبرګونونو پارېدو وروسته هغې ته د نوې دندې ورکولو اعلان کړی دی.
د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې سکرټر جنرال انډریاس سټیفنسن وايي، ښکلا د دوی د ادارې اغلې کارکوونکې ده.
دی وايي، ژر به هغه پر يوه بله دنده وګماري چې خلکو ته خدمت وکړي.
ښکلا ځدراڼ هم د سويډن د کمېټې د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.
ښکلا په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې ده او د سویډن په کمېټه کې هم کار کوي.
0 نظرونه