
د لوګر پوهنتون ته ۴پوړيزه ودانۍ جوړه شوه
د لوګر د پوهنتون لپاره په دغه ولايت کې د سلو خونو څلور پوړيزه ودانۍ بشپړه شوې چې سر له ننه به ګټه ورڅخه اخيستل کېږي.
د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي وایي، دغه ودانۍ سل خونې لري چې په څلورو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه د څلورو کلونو په موده کې جوړه شوې.
دی وايي، د پوهنتون د ودانۍ پر جوړېدو درشپېته اعشاريه شپږ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
د دغه ولايت د پوهنتون رييس عبدالناصر ستانکزی وايي، نوې جوړه شوې ودانۍ اداري، درسي خونې، د غونډو تالار، کمپیوټر لب، تشنابونه، د علمي شورا خونه او د اطفايې سیسټم لري.
دی وايي، د ودانۍ د جوړولو لګښت د لوړو زده کړو وزارت ورکړی.
د لوګر پوهنتون د کرنې، ښوونې او روزنې او د معدن انجنیري پوهنځي لري.
0 نظرونه