محب؛ طالبان دې استانبول ته د جګړهمارو پر ځای باصلاحيته کسان ولېږي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب وايي، افغان حکومت د سولې په اړه په استانبول کې جوړېدونکي کنفرانس ته امادګي نيولې او طالبان هم بايد دغه کنفرانس ته د جګړهمارو پر ځای، باصلاحيته کسان ولېږي چې سوله وشي.
داکټر محب نن په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، افغان حکومت په کور دننه د سولې لپاره ټولې طرحې سره رايو ځای کوي او بيا ورڅخه يوه شريکه طرح جوړوي.
ده وويل، که د جمهوریت په استازولي د ملي مصالحې عالي شورا، مذاکراتي پلاوی او یا هم د دولت استازي خبرې کوي، ټوله یوه خبره ده، هر شی چې وړاندې کېږي، هغه به د ټولو په استازولي وړاندې کېږي، که مختلفې طرحې وړاندې کېږي، وړاندې له دې چې طالبانو ته مخکې شي په داخل کې به یو ځل پر دې بحث کېږي او یوه طرح به ورڅخه جوړېږي.
ډاکټر محب وويل؛ طالبان هم باید د ترکیې کنفرانس ته د سولې باصلاحیته پلاوی واستوي، نه جنګي او بې واکه پلاوی، څو خبرې ښې پایلې ورکړي.
ده وويل؛ له افغانستانه د بهرنيو سرتېرو وتل په دې پسې تړلي ول چې طالبان بايد توپک کېږدي او سوله وکړي، خو طالبان لا خونړي شوي او د سولې پر ځای يې جګړو ته زور ورکړی دی.
0 نظرونه