د غويي کال؛ نوی کال به څنګه وي او څه ځانګړنې به لري؟
د چينانيانو د فالبيني په اساس کلونه د څارويو په نومونو نومول کېږي او سږ کال يې د غويي کال بللی دی.
د څارويو په نومونو د مياشتو او کلونو نومول له زرګونو کالونو راهيسې زموږ په وطن کې هم دود دي.
د دغې فالبيني په اساس، را روان څوارلس سوم کال ښه کال بلل شوی او تمې ورته ډېرې دي.
غويی قوي څاروی دی، زيات کار کوي، درانه خويونه لري، خو کينه او قهر هم د دغه څاروي له خويونو دي.
اټکل شوی دی چې په دغه کال کې به د دندو او کاروبار په برخه کې ښه پرمختګونه وشي او په دې سربېره به يې اکثريت ورځې او شپې په خوشحالي تېرې شي.
غویی يو له هغو څارويو دی چې اوږده سوچونه وهي او ژور فکر کوي، له همدې امله يوازې وي، خو ملګرتيا بيا له هر چا سره کوي.
د غويي همدې خويونو ته په کتو، اټکل شوی دی چې په دغه کال کې به راشه درشه او اړيکې قوي وي او په دې سربېره به نورو ته د ګټې رسولو له امله هم دغه کال تر نورو ښه وي.
ځينې بېخونده اټکلونه چې شوي، هغه دا دي چې د غويي له نوښت سره ورانه ده او تل غواړي چې د تېر په څېر ژوند وکړي، له همدې به امله د نوښتونو له پلوه دغه خوار کال وي.
له دې امله چې غويی قهرجن څاروی دی، ضد کوي او تل د ځان مني، نو سپارښتنه شوې ده چې که دغه عادتونه لرئ، په نوي کال کې لږ احتياط وکړئ.
د کرنې او مالداري لپاره نوی کال غوره بلل شوی، خو د مطبوعاتو، موسيقي، مېلو او بانډارونو د کسانو لپاره چندان کال نه دی.
د دغه کال د بخت ځانګړی رنګ سپين ښوول شوی دی او په خوا کې ورسره ژېړ او زرغونه رنګونه هم بختور بلل شوي دي.
نوی کال مو بختور
0 نظرونه