۱۴۰۰م شمسي کال نن په ۲:۰۷ دقيقې پيلېږي
د هجري شمسي جنتري په اساس، څوارلس سوهم شمسي کال نن د ورځې په دوه بجې او اووه دقيقې پيلېږي.
دا هغه لحظه ده چې لمر د پسرلي د اعتدال نقطې ته رسېږي او په دغه وخت کې د لمر او د پسرلي د اعتدال د نقطې تر منځ واټن صفر کېږي.
د هجري شمسي جنتري په اساس، که دغې نقطې ته لمر تر غرمې مخکې ورسېږي، هماغه ورځ د نوروز او نوي کال ده، خو که لمر د اعتدال ټکي ته تر غرمې وروسته ورسېږي، سبا يې نوروز دی.
د نوي کال هره ورځ مو نوروز او نوروز مو بختور
0 نظرونه