امريکا وايي، تر نوامبر پورې له افغانستانه نه وځي
د امريکا اينبيسي ټلوېزيون د متحده ايالاتو د يوه لوړپوړي حکومتي چارواکي له خولې وايي چې امريکا تر نوامبر مياشتې پورې له افغانستانه خپل سرتېري نه باسي.
سرچينه وايي، د امريکا ولسمشر جو بايډن د خپل ملي امنيت له چارواکيو سره په وروستۍ ليدنه کې ويلي دي چې د هغه تړون په اساس چې طالبانو او امريکايانو سره منلې وه چې په مې مياشت کې به ټول امريکايي سرتېري له افغانستانه وځي، په دغه نېټه افغانستان نه پرېږدي.
ده ويلي دي، حالت سم نه دی او بايد امريکايي سرتېري تر نوامبر پورې په افغانستان کې پاتې شي.
هلته بيا طالبانو هم پر وسله لاس وهلی او ويلي يې دي چې که امريکا تر ټاکلې نېټې پورې له افغانستانه خپل عسکر و نه باسي، دوی به ورباندې خونړي بريدونه وکړي.
0 نظرونه