بلوڅ سياسي مشر؛ که يې پاکستان ور ګډ کړ، د افغانستان د سولې پروسه مردارېږي
د بلوڅو سياسي مشر رحيم بلوڅ ايډوکېټ وايي، که افغانانو او نړۍ د سولې په روانه پروسه کې پاکستان ورګډ کړ يا يې برخه ورکړه، ټوله پروسه به مرداره کړي.
ده سرخط ورځپاڼې ته په رالېږلي يوه ليک کې ويلي دي چې پاکستان له هماغې ورځې چې انګليسانو زېږولی، دوه مخي پيل کړې او حتا تر عبادت پورې هم له خدای سره دوه مخي کوي، نو افغانان تمه څنګه ځنې لري.
رحيم بلوڅ ايډوکېټ وايي، د سپټمبر د يوولسې له پېښې سمدستي وروسته پاکستان له امريکا او افغانستان سره د دوه مخيتوب يو بله لوبه پيل کړه چې تر اوسه دوام لري.
دی وايي، پاکستان امريکا هم د سريښو په ډنډ کې غوټه کړه او افغانان يې هم پرې نه ښوول چې په خپلو پښو ودرېږوي، نو اوس که بيا باور ورباندې کېږي او د سولې په پروسه کې ونډه ورکول کېږي، دا به نو افغانانو خپلې پښې تر څو لسيزو په تبر وهلې وي.
رحيم بلوڅ ايډوکېټ د بلوڅو سياسي مشر دی چې تر دې وړاندې د بلوڅو محصلينو د سازمان مشر، د بلوڅو د ملي غورځنګ مشر او په سيمه کې د روانو حالاتو کارپوه دی.
دا لومړی ځل دی چې د سولې په روانه پروسه کې يو سياسي مشر د پاکستان له پټې څېرې دغسې پرده پورته کوي.
0 نظرونه