د هرات په چاودنه کې ۲شهيدان او ۳۵ ژوبل شوي
نن ماخوستن د هرات ښار په څوارلسمه حوزه کې د خلکو د اوسېدو د کورونو په منځ کې موټر بم ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې تر اوسه دوه تنه شهيدان شوي او پنځه دېرش نور ژوبل دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين سرخط ورځپاڼې ته وويل چې ټروريسټانو په بمونو بار يو غټ موټر د خلکو د کورونو په منځ کې چاودلی دی.
دی وايي، په دغه چاودنه کې شپږ کورونه ويجاړ شوي او لسګونو نورو ته زيان اوښتی دی.
په دې سربېره، دوه تنه شهيدان او پنځه دېرش نور ژوبل دي.
تر اوسه د دغې چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
0 نظرونه