د ټاپي پروژې امنيتي طرح تصويب شوه
د افغانستان امنيت شورا وايي، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشري د امنيتي سکټور د لوړپوړو مقاماتو په غونډه کې، د ټاپي پروژې امنيتي طرح تصويب شوه.
سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې امنيت شورا ويلي دي چې دغې غونډې ته د ورکول شوي راپور په اساس، تېره اوونۍ ۷۳ کسان د هدفي وژنو او منګوري بمونو د ایښودو په ګډون د بېلابېلو نورو ټروریسټي جرمونو په تور نیول شوي دي.
سرچينه وايي، په دې سربېره په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ننګرهار امنيتي وضعيت او په کندهار کې د پوليسو اړوند ستونزو ته دې ژر تر ژره رسېدهګي وشي.
0 نظرونه