حکمتيار وايي، حکومت دې استعفا او طالبان دې اوربند وکړي
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار نن په کابل کې د خپلې ډلې په لاريون کې وويل چې سولې ته د رسېدو لپاره بايد اوسنی حکومت استعفا وکړي او طالبان تر دغه استعفا سمدستي وروسته اوربند اعلان کړي.
ده وويل، هغه پلاوی چې د افغانانو په استازيتوب په قطر کې له طالبانو سره خبرې کوي، د يوې کوچنۍ ډلې استازولي کوي، نه د درست وطن.
حکمتيار وايي، قطر ته تللی پلاوی داسې کسان دې چې خپلې ګټې يې په جګړه کې دي، نو سوله به څنګه کوي.
ګلبدين حکمتيار په دې سربېره وويل، د کابل له ترهخېلو او نورو سيمو څخه د دوی لاريون ته خلک را روان ول، خو پوليسو يې مخه نيولې او نه يې دي پرې ايښي.
خو حکومت بيا قطر ته تللی پلاوی ملي بولي او ټولې غوښتنې يې د افغان ملت غوښتنې بولي.
په دې سربېره، له لاريون څخه د خلکو د ګرځولو په اړه حکومت وايي چې دا کار يې د خلکو د ساتنې په موخه کړی دی.
0 نظرونه