د امريکا د زړورو ښځو جايزه سږ د ۷ افغان شهيدو ښځو په نوم ده
په کابل کې د امريکا سفارت وايي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سږ کال د زړورو ښځو جايزه د هغو اوو افغان مېرمنو په نوم کړې ده چې په افغانستان کې شهيدانې شوې دي.
ټاکل شوې ده چې دغه جايزه به را روانه اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکین په کوربهتوب، په یوه غونډه کې ورکړل شي.
هغه مېرمنې چې دغه جايزه يې په نوم ده، د افغانستان د بشري حقونو د کمېشن کمېشنره فاطمه ناتاشا خلیل، د ملي امنیت د جنډر د برخې مشره جنراله شمیلا فروغ، په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون خبریاله ملاله میوند، د میدان وردګو يوه قابله مریم نورزاد، د کاپیسا مدني فعاله پرښته کوهستانۍ، په غزني کې د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې د پولیسو افسره فاطمه رجبي او د زندانونو ساتونکې پرښته يادې شوې دي.
دغه ټولې مېرمنې د ناامنيو به بېلابېلو پېښو کې شهيدانې شوې دي.
د ښځو د حقونو فعاله يلدا روان وايي، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې دغه جايزه داسې چا ته ورکول کېږي چې لياقت يې لري.
دا وايي، تر دې وړاندې به دغه جايزې داسې ښځو ته ورکول کېدې چې حتا له کابل هاخوا ولايتونه به يې په سترګو نه و ليدلي، يا به يې په امنو ولايتونو او مرمۍ ضد موټرو کې چارې مخ ته بېوې، خو دا ځل داسې ښځې دغه جايزه اخلي چې مېړانه يې ثابته شوې ده.
رويان وايي، هسې هم د افغانانو ژوند او ياد يې دواړه په مړينه ختمېږي، خو د دغسې پياوړو ښځو د نامه د ژوندي ساتلو لپاره دا يوه ښه ګام دی.
تېر کال دغه جايزه د ميدان وردګو ښاروالې ظريفې غفاري ته ورکول شوې وه.
0 نظرونه