په کابل کې دوه ماين ايښوونکي په خپل بم الوتي
د کورنيو چارو وزارت وايي، نن د کابل په پنځمه ناحيه کې دوه ماين ايښوونکي په خپل بم الوتي دي.
سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې د کورنيو چارو وزارت وايي، دغو دو تنو د پنځمې ناحيې په داوود باغ سيمه کې په يوه بايسکل ماين تړلی او لېږداوه چې پوليس يې ليدلي دي.
سرچينه وايي، له ماین ايښوونکيو سايکل چپه شوی او بم الوتی دی.
په دغه پېښه کې يو ماين ايښوونکی همالته مړ دی او بل يې پوليسو ټپي نيولی دی.
0 نظرونه