روسيې د افغانستان يوه الوتکه درولې
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، روسيې د افغانستان د اريانا افغان هوايي شرکت يوه الوتکه له څو ورځو راهيسې د مسکو پر هوايي ډګر درولې ده.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې مشر مختار وفايي زاده وايي، دغه الوتکه د فبروري له دوهويشتمې راهيسې په مسکو کې درول شوې.
دی وايي، د اريانا افغان هوايي شرکت درول شوې الوتکې د مسکو د هوايي ډګر په ګمرک کې حسابونه او اسناد نه دي تصفيه کړي او له همدې امله درول شوې ده.
د افغانستان اریانا افغان هوايي شرکت بیا د الوتکې د درولو لامل ګمرکي ستونزې نه بولي، بلکې وايي، ستونزه تخنيکي او په روسيه پورې اړه لري.
دغه شرکت وايي، دوی تمه لري چې روسيه به دغه الوتکه نن راخوشې کړي.
تر دې وړاندې مالېزيا د پاکستان يوه الوتکه د پور د نه ورکولو له امله درولې وه.
0 نظرونه