د ملکي مرګژوبلې له وېرې ۲۰۰۰ عمليات لغوه شوي دي
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب وايي، تېر کال له دې امله چې ملکي خلکو ته مرګژوبله وا نه وړی، د افغانستان هوايي ځواک د ټروريسټانو پر ضد خپل دوه زره عمليات لغوه کړي دي.
دغه دغه څرګندونې نن د افغان سرتېرو په ملاتړ يوې غونډې ته وکړې.
ډاکټر محب وويل، دوه زره عملیات یې صرف د دې لپاره نه دي کړي چې هلته د ملکي تلفاتو امکان وجود درلود.
دی وايي، که دښمن ښکاره سنګر مالوم کړي او را ووځي، جنګ ډېر په اسانۍ سره زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ګټلای شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د یوناما د وروستي راپور له مخې د ۲۰۲۰ مېلادي کال په وروستیو دریو میاشتو کې ملکي مرګ ژوبله ډېره وه او لويه برخه پړه يې پر طالبانو اچول شوې وه.
0 نظرونه