سيګار وايي، په افغانستان کې څه کم ۲نيم مليارډه ډالر بېځايه تللي
د افغانستان پر بيارغونه د امريکا د څار اداره يا سيګار وايي، په دغه هېواد کې د امريکا له لګول شويو پيسو دوه اعشاريه څلور ميليارډه ډالر يې بېځايه لګول شوي او چندان ګټه يې چا ته نه ده رسېدلې.
دغې ادارې په يوه راپور کې ويلي دي چې د دوه اعشاريه څلور مليارډه ډالرو په ارزښت پروژې چې ښوونځي، سړکونه، محبسونه، روغتونونه، پلونه، یو هوټل او د افغان ځواکونو تاسیسات پکې دي، یا کار نه دی ورڅخه اخيستل شوی، یا سمه استفاده نه ده ترې شوې، یا سم نه دي ساتل شوي او یا بېخي له منځه تللي دي.
د دغو پروژو لګښت د امریکا دفاع وزارت، د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارېUSAID ، OPIC او د بهرنیو چارو وزارت ورکړی دی.
د سيګار د راپور په اساس، په دغه برخه کې له ټولو لګول شويو اووه اعشاريه اته ملیارډ ډالرو یوازې د درې سوه او درڅلوېښت میلیونه ډالرو په ارزښت د جوړو شویو تاسیساتو وضعیت سم دی.
سیګار وايي چې د دې پروژو د رغونې پر مهال دې ته پام نه دی شوی چې افغان حکومت دې تاسیساتو ته اړتیا لري که نه او ایا د هغو د ساتنې لپاره یې مالي او تخنیکي امکانات درلودل که نه؟
0 نظرونه