په جلالاباد کې وسله والو درې خبريالانې شهيدې کړې
ناڅرګندو وسلهوالو کسانو په جلالاباد ښار کې د انعکاس په نامه د يوه ټلوېزيون درې خبريالانې شهيدې کړې دي.
د دغه ټلوېزيون يوه کارکوونکي سرخط ورځپاڼې ته وويل چې بريد د جلالاباد ښار په اوله ناحیه کې شوی.
دغه کس وايي، د دوی د دوبلې د برخې دغه درې ښځینه کارکوونکې نن مازیګر له دفتره تر وتو وروسته ويشتل شوې دي.
د ننګرهار د روغتون ویاند ګلزاده سنګر بيا وايي، دوی ته دوه جسدونه او یوه ټپي مېرمن ور وړل شوې وه چې ټپې ښځې هم ساه ورکړې ده.
0 نظرونه