سبا به تمامه ورځ د کابل برېښنا نه وي
د افغانستان د برېښنا شرکت خبرداری ورکوي چې سبا به د کابل او هغو ولايتونو برېښنا چې د ازبکستان له برېښنا ګټه اخلي، تمامه ورځ نه وي.
برېښنا شرکت وايي، ازبکستان سبا د خپلې برېښنا په توليدي دستګاوو باندې کار کوي او له همدې امله افغانستان ته د راروانې برېښنا يو مزی پارچاووي.
د دغه شرکت په خبره، د برېښنا دغه پارچاوي به د سهار له پنځو بجو پيل او د ورځې تر پايه روانه وی.
0 نظرونه