امنيت شورا وايي، د دوحې تړون افغانانو ته څه نه لري
۱۰ حوت ۱۳۹۹ 175910 0 نظر سرخط ورځپاڼه

امنيت شورا وايي، د دوحې تړون افغانانو ته څه نه لري

 

د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، د امريکايانو او طالبانو له خوا په دوحه کې شوی تړون يوازې د همدې دوو اړخونو تر منځ اوربند وکړ، تر هغه هاخوا افغانانو ته د تمې څه نه لري.

د ملي امنيت شورا وياند مولوي رحمت الله اندړ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلي وېډيويي پيغام کې ويلي دي چې د دوحې تړون داسې څه نه لري چې افغانان ورته هيله‌مند شي.

دی وايي، افغانانو چې د دوحې له تړونه د سولې او امنیت اړوند کوم توقعات لرل، نه يې دي تر لاسه کړي، بلکې دغه تړون تر اوسه یوازې له امریکا سره اوربند یقیني کړی.

مولوي اندړ وايي، له افغانانو سره اوس هم د طالب رابطه یوازې تر قتله محدوده ده، په تمه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي او په ټوله کې افغانستان تخریب شوی دی.

نن له امريکايانو سره د طالبانو د تړون کال پوره شو، طالبانو نن په دغه تړون ځان خوشحاله بللی او امريکايانو ته يې ورياده کړې چې نه دې ورڅخه تېرېږي، خو افغان حکومت وايي، تړون ګټه نه لري، ځکه د افغانانو وژل لا هم هماغسې روان دي.

 

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې