ملا انصاري دا ځل د نظام د نسکورولو ګواښ وکړ
ملا مجيب الرحمان انصاري نن په هرات کې ګوته څنډلې ده چې بايد د دې نظام پر ضد پاڅون وشي.
انصاري د جمعې تر لمانځه مخکې سلګونو کسانو ته وويل، د افغانستان نظام د اصلاح وړ نه دی او بايد پر ضد يې قيام وشي.
ده وويل، دا نظام بايد نسکور شي.
ملا انصاري تور پورې کړ چې د افغانستان نظام د يهودو او نصاراوو په مرستو پايي او د خير تمه ورڅخه بې ځايه ده.
ده څو ورځې وړاندې هم په همداسې يوه غونډه کې د نظام او حکومت ملاتړ کبيره ګناه بللې وه.
که څه هم د حکومت لوړپوړيو چارواکيو د ده د څرګندونو په اړه د اقدام خبره کړې وه، خو چا و نه پوښت چې ولې داسې پوچه خوله خوځوي.
0 نظرونه