محسن او پښتين؛ پاکستان دې شناختي کارټ په جېب کې واچوي، په درد مو نه خوري
وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو مشرانو منظور پښتين او محسن داوړ د شناختي کارټونو د لغوه کولو خبره وکړه، دغه دواړه مشران وايي، پر خپله خاوره اوسي او د چا شناختي کارټ ته اړتيا نه لري.
منظور پښتين وايي، خاوره يې خپله ده، وطن او مېنه يې خپل دي او که پاکستان شناختي کارټ ور بندوي، يا خلاصوي، دی يې پروا نه لري.
منظور وايي، پاکستان يوازې داسې پښتانه غواړي چې د پاکستان لپاره سړي ووژني، ځکه نو له دوی څخه کرکه کوي.
هلته بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ سرلاري محسن داوړ ويلي دي چې پاکستانيانو د نيم هېواد تر بايللو وروسته هم عبرت نه دی اخيستی.
داوړ وايي، له زرګونو کالونو مو پلرونه او نيکونه د دې خاورې څښتنان دي، له هيڅ غاصب څخه مو هويت نه دی غوښتی او نه يې غواړو.
دی وايي، خاوره مو خپله ده او زموږ به وي.
0 نظرونه