امنیتي ځواکونو لوګر کې ۸ ماین اېښودونکي طالبان وژلي
د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو له امله شپاړسو ماین اېښودونکو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي سرخط ورځپاڼې ته وویل، پېښه تېره شپه لس نیمې بجې د برکي برک ولسوالۍ اړوند په کاکو زیارت سیمه کې رامنځته شوې ده.
احمدزی زیاتوي، وسله والو طالبانو غوښتل، چې د کاکو زیات سیمې لویه لار، چې ملکي وګړي پرې تګ راتګ کوي، په ماینونو فرش کړي، چې د هوايي ځواکونو لخوا په نښه شول.
د هغه په وینا، په یاد برید کې اته وسله وال طالبان وژل شوي، څلور نور یې مرګوني ټپیان دي او یو شمېر وسلې یې هم له منځه تللې دي.
سرچینه کاږي، هوايي ځواکونو د دغو بریدونو په مرسته د لسګونو ملکي وګړو او ړندو ماینونو د چاودنې مخه ونیوله.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د لوګر برکي برک ولسوالي د وسله والو طالبانو تر پراخ نفوذ لاندې ده او دوې ورځې مخکې پکې د طالبانو ماین په ملکي وګړو چاودنه وکړه، چې لږ تر لږه پنځه ویشت تنه یې شهیدان او ټپیان کړل.
0 نظرونه