طالبانو کندهار کې پر سرتېرو موټر بم برید کړی
د کندهار امنیتي مسوولین وايي، وسله والو طالبانو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې پر پولیسو موټر بم برید کړی دی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي سرخط ورځپانې ته وویل، چې برید د هاموي ټانګ په مرسته پاو کم اته بجې د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک سیمه کې شوی دی.
بارکزي زیاته کړه، چې په پېښه کې اووه پولیس ټپیان شوي او دا مهال په میرویس حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
وسله والو طالبانو د برید مسوولیت منلی او ادعا کوي، چې ګڼ شمېر سرتېرو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې.
0 نظرونه