د باختر خزانه نندارې ته وړاندې شوه
ارګ د باختر لرغونې خزانه، د ارګ په چار چنار ماڼۍ کې نندارې ته وړاندې کړه.
ارګ وايي، د کابينې د پرېکړې په اساس يې دغه خزانه نندازې ته وړاندې کړې چې په اړه يې د هېوادوالو اندېښنې ختمې شي.
د افغانستان کابينې وروسته له هغه نندارې ته د باختر د خزانې د وړاندې کولو پرېکړه وکړه چې د ولسي جرګې رييس مير رحماني وويل، په حکومت کې فساد دومره ډېر شوی چې دی د باختر د خزانې په اړه اوس اندېښمن دی.
هغه ويلي و، حکومت دې په دې خاطر چې د باختر خزانه و نه لوټل شي، دغه خزانه يوه بل هېواد ته د امانت په توګه کېږدي.
د افغانستان دغه خزانه چې وزن يې اووه کیلو ته رسېږي په ۲۰۰۶ کال کې له هېواده بهر لېږدول شوې وه چې شاوخوا ۱۳ کاله د بهرنيو هېوادونو په ۲۹ موزيمونو کې نندارې ته وړاندې شوه او افغانستان له دې لارې تر ۳۵۰ ميليونو افغانيو زياته لاسته راوړنه لرله.
0 نظرونه