صالح طالبانو ته غاښ وچيچه؛ محمدزی کوچی طالبانو شهيد کړ، غچ يې اخلم
نن په کابل کې د منګوريانو درې چاودنې وشوې چې له امله يې دوه تنه شهيدان او پنځه نور ژوبل شول.
په شهيدانو کې د کابل د پنځمې حوزې امر محمدزی کوچی هم شامل دی.
د ولسمشر لومړی مرستيال امر الله صالح وايي، محمدزی کوچی دروند انسان و او د خوشحال خان مېنې کابو کولو ته نږدې شوی و، خو طالبانو شهيد کړ.
دی وايي، هر سرتېری د ورور په څېر ورباندې ګران دی او له طالبانو به د کوچي د وژلو غچ اخلي.
صالح نه دي ويلي چې دغه غچ به څنګه او چېرې اخلي، خو څه موده وړاندې يې ويلي و چې د طالبانو زندانيان بايد په دار وځړول شي.
طالبانو تر اوسه د دغو چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.
0 نظرونه