د ميدان وردګو د کليو پراختيا رياست کارکوونکي يې شهيدان کړي
نن سهار د کابل د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په باغ داوود سيمه کې د ميدان وردګو ولايت د کليو پراختيا رياست پر موټر ډزې شوې او درې تنه يې شهيدان کړي.
په شهيدانو کې د ميدان وردګو د کليو پراختيا رياست رييس رياض احمد هم شامل دی.
په دغه پېښه کې دوه نور کسان ژوبل دي او قاتلان يې د پېښې له ځايه روغ وتلي دي.
0 نظرونه