کورنيو چارو وزارت د وردګو امنيه قوماندان ملامت بللی او دنده يې ور ځنډولې
د کورنیو چارو وزارت وايي، د میدان وردګو د امنیه قوماندان الله داد فدايي دنده يې ځنډولې ده او هغه يې څارنوالي ته ور معرفي کړی دی.
سرخط ورځپاڼې ته د کورنيو چارو وزارت په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د روانې دلوې میاشتې پر لسمه د میدان وردګو په بهسودو ولسوالي کې د لاریون پر مهال يوولس ملکي وګړي شهيدان شوي او يو دېرش نور ټپيان شوي دي.
د سرچينې په خبره، د کورنیو چارو وزارت پر همدې بنسټ د میدان وردګو د امنیه قوماندان دنده ځنډولې او قضیه یې څارنوالي ته سپارلې چې د قانون په رڼا کې موضوع وڅېړي.
وزارت د دغې پېښې په اړه خواشیني ښوولې او ویلي يې دي چې د دغې پېښې د ټپیانو درملنه د کابل د پولیسو په ۳۰۰ بستریز روغتون کې په وړیا ډول کېږي.
د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې سرتېرو د بهسودو په لومړۍ برخه کې نظامي تاسیسات جوړول، خو د علي پور اړوندو نامسوولو وسله والو پرې ډزې وکړې او ملکیانو ته یې هم مرګ ژوبله واړوله.
0 نظرونه