جوبايډن افغانستان ته زنګ را وهلی
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن په افغانستان کې خپلو سرتېرو ته زنګ را وهلی دی او پر هغوی يې افرين ويلی چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي.
جو بايډن تر دغه زنګ وروسته پر خپل ټويټر ليکلي؛ "په کابل او USS Nimitz جنګي بېړۍ کې د خپلو سرتېرو د خدمت مننه کوم. موږ له هغو سرتېرو مننه کوو چې زموږ د امنيت لپاره قرباني ورکوي."
د امریکا د دفاع وزیر جنرال لویډ اسټین هم له سرتېرو سره د جو بايډن په دغو خبرو ځان خورا خوشحاله بللی دی.
جو بایډن وروسته له هغه افغانستان ته زنګ را وهلی چې په امريکا کې د سنا جرګې جمهوري غوښتونکي غړي لېنډسي ګراهام په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو خبره کړې ده.
0 نظرونه