پاريس خپله يوه سيمه د احمد شاه مسود په نامه کړه
د فرانسې د پلازمېنې پاريس ښاروالي په دغه ښار کې يوه سيمه د افغانستان د مخکېنې جهادي قوماندان احمد شاه مسود په نامه کړه.
پاريس د نړۍ لومړی ښار دی چې د احمد شاه مسود تر وژل کېدو شل کاله وروسته خپله يوه سيمه د هغه په نامه کوي او وايي، غواړي په دې توګه يې احترام وکړي.
د پاريس ښاري شورا وايي، احمد شاه مسود د افغانستان يو وتلی قوماندان و چې د بنسټ پالنې پر ضد يې د ازادي جګړه کړې ده.
د دوی دغه پرېکړه د احمد شاه مسود پلويانو ستايلې او د پاريس له ښاروالي څخه يې مننه کړې ده.
د احمد شاه مسود زوی احمد مسود وايي، له پاريس څخه د دغه خبر په ور رسېدو خوشحاله شوی او د پاريس له ښاروال انه هيډ الګو څخه مننه کوي.
احمد مسود وايي، د پاريس د ښاروالي دغه پرېکړه نه يوازې د ده کورنۍ، بلکې ټول افغان ملت ته افتخار دی.
د رضا دقتي په نامه يو ايرانی عکاس چې ډېره موده يې له احمد شاه مسود سره تېره کړې ده، هم وايي، مسود لوی انسان و او بايد احترام يې وشي.
ده هم د پاريس د ښاروالي دغه کار ستايلی دی.
احمد شاه مسعود د روس پر ضد تر جنګ او کورنيو جګړو وروسته له طالب اورپکو سره ښکر په ښکر شو او بيا د مقاومت په نامه د ژوند تر پايه د طالبانو پر ضد وجنګېده.
1 نظرونه
Farman mukhlis
چهارشنبه، ۱۵ دلو ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply