امنيت شورا؛ که طالبان په سياسي جريان بدل شي، جمهوريت ځای ورکوي
د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، طالبانو ته په جمهوريت کې ځای شته، خو که دغه ډله خپلې ناړامې پرېږدي او له ځانه يوه سياسي ډله جوړه کړي.
امنيت شورا وايي، تر اوسه لا دې خبرو ته ډېر وخت پاتې دی چې د هېواد د نظام په اړه خبرې وشي.
د امنيت شورا وياند مولوي رحمت الله اندړ وايي، تر هر څه مخکې بايد د روانې جګړې خبره وشي چې څنګه يې ودروو.
مولوي اندړ وايي، طالبان د نظام پر مېکانیزم تر تبصرو مخکې د دې خاورې د خلکو د وینو مسوول دي.
دی وايي، د نظام پر چوکاټ اوس بحث تر وخت مخکې دی، فعلاً افغانان دې ته منتظر دي چې د جګړې دا ګرم اور مړ شي.
د افغانستان د نظام په اړه تا ويلي ما ويلي وروسته له هغه تاوده شول چې د طالبانو د قطر دفتر يوه غړي په ماسکو کې وويل، ولسمشر غني دې استعفا ورکړي.
0 نظرونه