ننگرهار کې موټر بم برید اته سرتېري شهیدان کړي
ننګرهار ولایت مقام وايي، د دې ولایت د شېرزادو ولسوالۍ اړوند ګندمګ سیمه کې موټر بم چاودنه شوې ده.
د یاد ولایت رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې چاودنه نن سهار څه باندې اته بجې د ګندمګ سیمې اړوند په ترازو پوسته باندې رامنځته شوې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په پېښه کې د عامه نظم اته سرتېري شهیدان شوي دي.
سرچینه دغه راز وايي، چې د شېرزادو ولسوالۍ د بلال جومات ته نږدې د امنیتي ځواکونو له لوري د ترهګرو له چاودېدونکو توکو ډک مازدا ډوله موټر، چې غوښتل یې په جلال اباد ښار کې چاودنه ورکړي، هدف ته تر رسېدو مخکې له منځه وړل شوی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دغه پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
0 نظرونه