په پل علم ښار کې د طالبانو دوې کشفي الوتکې نيول شوې
۸ دلو ۱۳۹۹ 197932 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په پل علم ښار کې د طالبانو دوې کشفي الوتکې نيول شوې

راپور: زین الله احمدي

د لوګر امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د ملي امنیت او ملي پولیسو ځواکونو د دې ولایت په مرکز پل علم ښار کې د طالبانو پر ضد ګډ نظامي عملیات ترسره کړي دي.
د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي سرخط ورځپاڼې ته وویل، چي دغه عملیات مرکز پورې اړوند په حصارک سیمه کې ترسره شوي دي.
احمدزی زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د دوو کشفي الوتکو سربېره دوه لپټاب کمپیوټرونه، څو کړۍ ماینونه او څه اندازه چاودېدونکي توکي هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د نوموړي په وینا، په ترلاسه شویو کشفي الوتکو کې بېلابېلې کامرې پکې ځای پر ځای دي او ښايي وسله والو طالبانو د کشفي مالوماتو د ترلاسه کولو او د امنیتي ځواکونو پر پوستو د کوچنيو بمونو په غورځولو کې ترې ګټه اخیستې وي.
 د هغه په وینا، په دې عملیاتو کې یو تن وسله وال طالب هم نیول شوی او دا مهال ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
د حصارک سیمې اوسېدونکي او عيني شاهد وحیدالله سرخط ورځپاڼې ته وويل چې امنیتي ځواکونه تېره شپه د دوی کلي ته ورغلي و او له وسله والو طالبانو يې د يادو کشفي الوتکو سربېره یو شمېر نظامي تجهیزات هم نیولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د حصارک سیمه اوله ښاري ناحیه بلل کېږي او ولایت مقام ته په یو کیلو مټري کې پرته ده چې دا مهال د ځايي خلکو په وینا، وسله وال طالبان پکې پراخ نفوذ لري.
خلک پر امنیتي ادارو نیوکه کوي چې د ښار امنیت نه شي ټینګوالی، نو په ولسوالیو کې به چې د طالبانو ګڼ شمېر مرکزونه پکې دي، څنګه دښمن وځپي.
وسله والو طالبانو سره د ډرون او کشفي الوتکو د شتون خبره تر دې وړاندې حکومت ردوله، خو اوس په ښارونو کې له طالبانو سره د دا ډول پرمختللیو نظامي تجهیزاتو شتون ډول ـ ډول پوښتې پیدا کړې دي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې