نن د کابل ورځ په دوو چاودنو پيل شوې
تېره ورځ تر ناوخته پر کابل قراره تېرېده، خو د نن ورځې سهار يې په دوو چاودنو پيل شو.
لومړۍ چاودنه د ښار په پنځلسمه حوزه کې د پوليسو پر يوه رنجر وشوه چې پکې دوه تنه پوليس ژوبل شول.
دويمه چاودنه په دوولسمه ناحيه کې پر يوه بل رنجر موټر شوې چې دوه تنه يې شهيدان کړي دي.
په دغه چاودنه کې دوه نور کسان ټپي شوي هم دي.
دواړه چاودنې په موټرو پسې د نښلول شويو منګوريانو د چاودېدو له امله شوې دي.
په کابل کې داسې ورځې اوس کمې راځي چې د دغسې ماينونو چاودنې نه کېږي، خو هيڅوک يې مسووليت نه مني.
0 نظرونه