په روزګان کې ۲غبرګو چاودنو ۱۲ تنه شهيدان او ژوبل کړي
د روزګان په مرکز ترينکوټ کې پرلهپسې دوه چاودنې شوې چې له امله يې څلور تنه شهيدان شوي او اته نور ژوبل دي.
په سيمه کې امنيتي سرچينو سرخط ورځپاڼې ته وويل چې لومړۍ چاودنه په يوه موټرسايکل کې د ايښوول شوي ماين د چاودېدو له امله شوې ده.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، تر لومړۍ چاودنه وروسته چې خلک د ټپيانو راپورته کولو ته ور ټول شوي، هلته وار له مخه يو بل ايښوول شوی ماين چاودېدلی دی.
د روزګان د والي وياند احمدشاه ساحل وایي، په چاودنو کې درې پولیس ټپیان شوي او دوه ملکیان شهيدان دي.
دی وايي، په چاودنو کې يو بل ملکي کس ژوبل شوی هم دی.
0 نظرونه