د ډاکټر محب امريکايي سيال وايي، له طالبانو سره اړيکې بيا ارزوي
امنيت شورا وايي، د امريکا د ملي امنيت سلاکار جیک سالیوان د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب ته په ټلېفون ويلي چې له طالبانو سره د امريکا شوې هوکړه او سولې پروسه له سره ارزوي.
امنيت شورا وايي، په دغه ټلېفوني اړيکه کې سالیوان زياته کړې چې د امريکا حکومت به د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون په اړه له سره بيا کتنه وکړي.
د هغه په وينا، له نورو ډلو سره د طالبانو اړيکو پرېکول، د بين لافغاني خبرو بهیر او د تاوتريخوالي کمول د امريکا د بياکتنې او ارزونې مهم موارد دي.
دى وايي، د امريکا نوی حکومت پر دې ټينګار کوي چې د ډيپلوماسي له لارې افغان حکومت او طالبان يو سياسي حل ته سره ورسېږي او دغه راز په افغانستان کې تل پاتی اوربند وشي.
نوموړي د سولې د روان بهير ملاتړ کړی او ويلي یې دي چې د امريکا حکومت د سولې په بهير کې د افغان ښځو، قومونو او د نورو لاس ته راوړنو پر ساتل کېدو ټينګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن له خوا د بهرنیو چارو وزارت لپاره غوره شوي انټوني بلېنکن هم ورته څرګندونې کړې وې.
د یادونې ده، د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکراتو په لومړي پړاو کې (شاوخوا درې میاشتې) د سولې پر کړنلاره موافقه وشوه او په دویم پړاو کې له درېیو اوونیو وقفې وروسته خبرې يو ځل بيا د مرغومي میاشتې په ۱۷مه په قطر کې پیل شوې.
دا او لا ډېر نور مالومات د سرخط ورځپاڼې پر وېبپاڼه ولولئ.
#سرخط
#Sarkhat
0 نظرونه