ولسمشر وايي، د امريکايانو او طالبانو تړون ګونګ دی
۲۴ جدی ۱۳۹۹ 96 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ولسمشر وايي، د امريکايانو او طالبانو تړون ګونګ دی

 

ولسمشر محمد اشرف غني د سولې جوړونې په برخه کې په خپله وروستۍ وينا کې وويل چې په قطر کې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې شوی تړون له سره تر پايه ګونګ او شننې ته اړتيا لري.

د ولسمشر دغه وينا چې له ملي ټلوېزیون څخه خپره شوه، ولسمشر پکې  وویل، له طالبانو سره د امریکا موافقه سر تر پایه ابهامونه لري.

ولسمشر وايي، په دې اړه يې له زلمي خليلزاد سره هم خبرې کړې او ورته يې ويلي دي چې د ابهام ځواب او وضاحت دې ووايي، خو په خبره يې، خليلزاد چندان ځواب نه درلود.

ولسمشر غني تر دې وړاندې د همدې ګونګې موافقې پر اساس، تر پنځه زره ډېر طالب جګړه‌مار له زندانونو خوشې کړل.

د ډاکټر محب امريکايي سيال وايي، له طالبانو سره اړيکې بيا ارزوي

Jan 23, 2021 29

امنيت شورا وايي، د امريکا د ملي امنيت سلاکار جیک سالیوان د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب ته په ټلېفون ويلي چې له طالبانو سره د امريکا شوې هوکړه او سولې پروسه [...]

محب د څلورو ولايتونو امنيتي حالت ارزولی

Jan 21, 2021 29

ملي امنيت شورا وايي، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن له ولسمشر غني سره يو ځای په سفر کې د څلورو ولايتونو له مهمو امنيتي چارواکيو سره پر امنيت غږېدلی.

امريکا له طالبانو سره پر شوي تړون له سره غور کوي

Jan 20, 2021 29

د امريکا د دفاع وزارت لپاره نوماند وزير انتوني بلينکن وايي، افغانستان ترهګرو ته نه شي پرېښووای او له همدې امله به له طالبانو سره د امريکا پر شوي تړون له سره غور کېږي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې