ولسمشر وايي، ګوښه شوي فاسدان بيا په حکومت کې نه پرېږدي
ارګ وايي، ولسمشر د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمېسيون ته ويلي دي چې تر دې وروسته دې هغه کسان بېرته پر حکومتي دندو نه ګمارل کېږي چې يو ځل د فساد په تور له دندو ګوښه کړل شوي وي.
له ارګ څخه سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږل شوې خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې ولسمشر دغه څرګندونې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د کمېسیون له ريیس او غړيو سره يې په يوه ليدنه کې وکړي.
سرچينه وايي، ولسمشر وويل چې د موازې ادارو لیسټ دې ترتیب شي، ترڅو د برخلیک په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شي.
په دغه ليدنه کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمېسیون ريیس عبدالقیوم نظامي ويلي چې کمېسیون يې د ارزونې چارې په خپلواک ډول مخ ته وړي او د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې به اساسي بدلون راولي.
0 نظرونه