ايران هغه پوليس نيولی چې پر افغانه مېرمن يې لاس پورته کړی و
ايرانۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد پوليسو هغه ايرانی پوليس نيولی دی چې يوه افغانه مېرمن يې پورې وهلې او په څپېړه وهلې وه.
دغه افغانه مېرمن په تهران کې د کډوالو په يوه کمپ کې اوسېده او د وهلو پر مهال يې وېډيو جوړه شوې چې وروسته په ټولنيزو رسنيو خپره شوه.
د دغې وېډيو تر خپرېدو وروسته په ايران کې د افغانستان سفارت پر پېښه خواشيني ښوولې او دغه کار يې د افغانانو توهين بللی و.
د افغان سفارت تر احتجاج وروسته د ايران حکومت هماغه پوليس نيولی او اوس يې زندان ته وړی دی.
0 نظرونه