ډاکټر محب د ناروې له سفير سره پر سوله غږېدلی
ملي امنيت شورا وايي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د ناروې له مېشت سفیر اوله انډریس لینډمن سره کتلي.
سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې امنيت شورا ويلي دي چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د سولې په برخه کې د همکارۍ او په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ناروي د داخلېدو په هکله خبرې وکړې.
سرچينه وايي، د ناروې سفیر لینډمن وویل چې په افغانستان کې یې خپل امنیتي حضور ۲۰۲۱ کال ته غځولی دی.
0 نظرونه