د مشرانو جرګې درې سناتوران لاس په لاس نيول شوي
ملي امنيت او لويه څارنوالي وايي، په بلخ کې يې د رشوت اخيستو پر مهال د لويې څارنوالي درې تنه سناتوران لاس په لاس نيولي دي.
لويې څارنوالي او ملي امنيت سرخط ورځپاڼې ته په يوه ګډه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه سناتوران يې د کشفي مالوماتو په اساس، پرون د څلوېښت زره امریکایي ډالرو رشوت اخیستو په تور باالفعل ونیول.
د خبرپاڼې په اساس، دغه سناتوران د بلخ ولایت د چارو د څارنې لپاره دې ولایت ته تللي و چې د اساسي قانون او نورو قوانینو په اساس د رشوت په تور ونیول شول.
دواړو ادارو د نیول شویو سناتورانو نومونه نه دي یاد کړي، خو ویلي یې دي چې مشرانو جرګې ته یې په دې اړه خبر ورکړی دی.
ځينو سرچينو سرخط ورځپاڼې ته د نيول شويو سناتورانو نومونه محمد انور باشلق د فاریاب، محمد عظیم قویاش د سرپل او لیاقت الله بابکرخېل د خوست سناتور ښوولي دي.
0 نظرونه