کابل وايي، په پاکستان کې د طالبانو خلاصه پښه ګرځېدل د سولې پروسې ته خنډ دی
افغان حکومت وايي، په پاکستان کې د طالب مشرانو خلاصه پښه ګرځېدل، د جنګ له زخميانو سره ليدل او د جګړهمارو روزنځايونو ته تلل د سولې پروسه ننګوي او په دغه برخه کې يې خنډ بولي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې پر ټولنيزو رسنيو د طالبانو د يوه مشر ملا بردار اخوند خبرې خپرې شوې چې د جنګ زخمي طالبانو ته يې کوي.
په دې سربېره، داسې وېډيوګانې هم خپرې شوې چې پکې د طالبانو څو مشران په پاکستان کې د ځانمرګيو او جګړهمارو طالبانو يوه روزنيز کمپ ته تللي او هغوی ته غېږې ورکوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې د طالب مشرانو او هلته د جګړهمارو د روزنيزو کمپونو شتون په ښکاره د افغانستان له خپلواکي سرغړونه ده او دغه کار په سيمه کې د بحران له پيدا کولو پرته بله لاسته راوړنه نه لري.
"دا د افغانستان لپاره، دايمي سولې ته د رسېدو په برخه کې هم يوه ننګونه ده."
د روانې ډسمبر مياشتې پر شپاړسمه چې د طالب مشرانو پلاوی پر پاکستان ورکښته شو، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وويل چې د طالبانو دغه سفر د افغان حکومت په خوښه شوی، خو هلته د طالب مشرانو وېډيوګانو خپرېدو، حالت بدل کړ.
تر اوسه د پاکستان حکومت او طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
0 نظرونه