د کابل په دريو چاودنو کې پنځه تنه شهيدان او ژوبل شوي
د تېر په څېر بيا د کابل سهار په چاودنو پيل او د ښار په بېلابېلو برخو کې يو په بل پسې درې چاودنې وشوې چې له امله يې دوه سرتېري شهيدان او درې تنه ژوبل دي.
د کابل د امنيه قومانداني وياند فردوس فرامرز وايي، لومړۍ چاودنه سهار شاوخوا اووه بجې د شپږمې ناحیې اړوند د فیض محمد کاتب پر واټ پر یوه رينجر موټر وشوه.
په دې دغه چاودنه کې دوه تنه پوليس ژوبل شوي.
دی وايي، دويمه چاودنه نهه بجې د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند په شهید ميدان کې شوې چې دوه پولیس پکې شهيدان شوي او یو ملکي کس پکې ټپي شوی دی.
د فردوس په خبره، د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند په چمن حضوري سیمه کې هم یو مقناطيسي ماین چاودېدلی، خو مرګ ژوبله نه لري.
0 نظرونه