له نيمروز څخه د بلوڅو د تښتول شوي مشر د زوی جسد وموندل شو
د بلوڅو ملتپالې ډلې وايي، د افغانستان له نيمروز څخه د بلوڅو د قومي مخور حضرت ګل بلوڅ زوی، تر تښتول کېدو وروسته مړ موندل شوی دی.
د نيمروز امنيتي چارواکي وايي، د حضرت ګل بلوڅ ځوان زوی نجيب بلوڅ درې ورځې وړاندې د نيمروز له مرکز څخه تښتول شوی او نن يې جسد موندل شوی دی.
پوليس وايي، سره له دې چې پوليسو هڅې کولې چې هغه ژوندی ومومي، خو نن يې په چخانسور ولسوالي کې د هغه په مرميو سوری جسد لاس ته ورغلی دی.
حضرت ګل بلوڅ د بلوڅو افغانانو قومي مشر دی چې نه يوازې په افغانستان، بلکې په بلوچستان کې هم پرېمانه مينهوال او پلويان لري.
په نولس سوه اويايمو کالونو کې چې د نواب خير بخش مري په مشري زرګونه بلوڅو کورنيو له بلوچستان څخه، دې پلو هجرت را کړی و، غم يې همدې حضرت ګل بلوڅ خوړ.
د روانې پېړۍ په لومړيو کلونو کې چې هم بلوڅ مهاجر دلته ته راغلل، حضرت ګل بلوڅ ورسره مرستې کولې او د هغوی کوربهتوب يې کاوه.
په دې ورستيو کې له يوې خوا پاکستان په بلوچستان کې دننه د بلوڅو ضد عمليات پيل کړي دي، له بلې خوا له بلوچستانه د باندې د بلوڅو ملتپال مشران وژل کېږي.
وړمه ورځ په کاناډا کې د بلوڅو د يوې سياسي فعالې کريمه بلوڅ جسد هم موندل شوی و.
0 نظرونه