د امريکا د دفاع سرپرست وزير کابل ته راغلی
ارګ وايي، د امريکا د دفاع سرپرست وزير کریسټوفر مېلر ناببره کابل ته راغلی او له ولسمشر سره يې ليدلي دي.
د امريکا د دفاع له سرپرست وزير سره د ولسمشر په ليدنه کې امرالله صالح او ځينې نور مهم چارواکي هم ناست ول.
له ارګ څخه سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې کرسټوفر مېلر د افغانستان او امریکا تر منځ د سټراتېژیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ويې ویل چې امریکا به د ټروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ پاتې شي.
په دې سربېره، د امریکا د دفاع وزارت سرپرست په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه څرګندې کړې او د دواړو لوریو تر منځ د تلپاتې اوربند پر ټينګښت يې ټینګار کړی.
ده ويلي، د امریکا متحده ايالات د افغانستان او په ځانګړې توګه د دغه هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې دوامدار تعهد لري.
ولسمشر غني په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو او همکاریو مننه کړې او زياته کړې يې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې دي او دغه اړیکې پر کمیت نه، بلکې پر کیفیت ولاړې او تل پاتې دي.
0 نظرونه