مسلميار وايي؛ د پاکستان له خوا د علي وزير نيول کېدو خواشينی کړی
د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د سرلاري علي وزير نيول کېدو خواشینی کړی دی.
ده نن د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وويل؛ علي وزیر د پښتنو له حقونو څخه د ملاتړ په لاره کې د خپلې کورنۍ ډېری غړي له لاسه ورکړي دي.
مسلميار وويل؛ تمه ده د هغه د خوشې کېدو په اړه د پاکستان پارلمان او د نړۍ پارلماني اتحادیه هڅې وکړي.
د ده په خبره، د علي وزير د کورنۍ په ګډون، ټول پښتانه ولسونه تشویش لري او باید علي له بنده خوشې شي.
0 نظرونه