د چهاردرې امنيه قوماندان شهيد شوی
په کندوز ولايت کې ځينې امنيتي سرچينې وايي، د دغه ولايت د چهاردرې امنيه قوماندان احمد عمر صالح له طالب اورپکو سره په نښه کې شهيد شوی.
دغه نښته تېره شپه په چهاردره ولسوالي کې شوې ده.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، په دغه نښته کې درې نور سرتېري هم شهيدان شوي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
0 نظرونه